اسلام آباد 23 ??ار?? (اے پی پی) د چين پايه تخت بيجنګ كښې په موجوده پاكستاني سفارتخانه كښې د پاكستان ورځ جوش او جذبې سره ولمانځلې شوه۔ د چين څخه ترلاسه شوي پرېس رېليز له مخې د پاكستان ورځې دستورې پیل د تلاوت كلام پاك څخه وشو او د پاكستان سفير مسعود خالد قامي بېرغ هسك كړو۔ په دې موقع قامي سرود وغږولې شو۔ په دستوره كښې د پاكستان سفير مسعود خالد د اولس مشر او وزيراعظم د پاكستان ورځې په اړه خاص پیغام??نه واورول۔ دستورې ته خپل خطاب كښې ده په پاكستاني ورورورلۍ زور راوړو چې هغوي دې قامي مقاصد ترلاسه كولو له يو موټې كېدو سره كار وكړي او د هېواد عزت او وقار٬پرمختګ او خوشحالۍ لپاره دې خپل كردار ترسره كړي۔د پاك چين د ملګرتيا په اهميت رڼا اچولو سره ده ووئيل چ?? دواړه هېواد??نه په منطقه كښې د پرمختګ٬امن او استحكام او خوشحالۍ لپاره په ګډه كار كوي۔ده ووئيل چ?? پاك چين ملګرتيا په شريك باور اډانه ده۔ په دې موقع د پاكستان ايم??يس?? زده كونكو قامي نغمې ووئيلې۔ په دستوره كښې په چين كښې مېشته پاكستاني ورورورلۍ په ګڼ شمېر ګډون وكړو