اسلام آباد 14 اپرېل (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوس?? وئيلي دي چې حكومت په ټول ??ېو??د كښې د ټولو عقيدو خلقو ته مكمل مذهبي آزادي او اقليتونو ته امنيت وركولو لپاره پوخ عزم لري۔ ده دا خبره په ګوردواره پنجه صاحب حسن ابدال كښې د بيساكي درې ورځني فېسټول وروستې دستورې ته ??ه خپله وېنا كښې وكړه۔ د مذهبي چارو وفاقي وزير په دې موقع خاص م??لمه و۔ په وروستې دستوره كښې د هند څخه راغليو دوه زره او د اروپا څخه درې سوه سكهـ او هند ياتريانو پشمول د پاكستان نه د زرګونو په شمېر سكهانو او هندو زائرينو ګډون وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل چې هند د عرس په دستورو كښې پاكستاني زائرينو ته وېزې جاري كړې خو سره د دې هم پاكستان د هند سكھـ ياتريانو ته وېزې جاري كړې۔ ده ووئيل چې مونږ مكمل مېلمستيا او امنيت سره د ګاونډي ??ېو??د نه د راغليو مېلمنو هركلې كوو۔