اسلام آباد ۔ 30 اپریل (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال د اميګرېشن چارواكو ته امر كړې چې پاكستان ته د راتلونكو دې په ښو اخلاقو هركلې وكړې شي۔ بهرنيو م??اف??و ته بايد “وېلكم ټو پاكستان” او پاكستانو وګرو ته دې “وېلكم ټو هوم” ووئيلې شي۔ د نوي ايئرپورټ منصوبه راته په ناوړه حالت كښې پاتې شوې وه خو نواز شريف ورله حقيقي شكل وركړې۔ پاكستان كښې نن د نړيوال معيار ايئ?? پورټ پرانسته كېږي۔ دا منصوبه د امن ٬ پرمختګ او سوكالۍ علامت ده كومې پلو چې مونږ هېواد روان كړې۔ د ګل په ورځ د نيوې اسلام آباد ايئ?? پورټ دورې په مهال پروفېسر احسن اقبال د نوي جوړ شوي ا??ي?? پورټ بېلو برخو او په خاص توګه د امېګرېشن كاؤنټرز او لاؤنجز معائنه وكړه او دغلته ئې په ځائې كړې شوې عملې سره ملاقاتونه وكړل۔ ده په دې مهال امېګرېشن چارواكو ته امر وكړو چې پاكستان ته د راتلونكو بايد په ښو اخلاقو هركلې وكړې شي۔ بهرنيو م??اف??و ته دې “وېلكم ټو پاكستان” او پاكستانو ته دې “وېلكم ټو هوم” ووئيلې شي دغسې چې دوئي پاكستان ته په راتللو خوشحالي ٬ عزت او احترام محسوس كړي او د پاكستان مثبت امېج رامخې ته شي۔ ده ووئيل مېلمنو لپاره په كاؤنټرز خوش اخلاقه او چمتو عمله په ځائې كړي۔ وفاقي وزير په دې مهال د فرسټ او بزنس كلاس په شمول ټولو م??اف??و ته د وركړې كېدونكو اسانيو ٬ لاؤنجز او كاونټرز هم معائنه وكړه۔ وروستو ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل د پاكستان په پلازمينه كښې د نړيوال معيار ایئ?? پورټ په پرانسته قام ته مباركي وركوم۔ د نوي ايئرپورټ دا منصوبه مونږ ته په ناوړه حالت كښې پاتې وه خو نواز شريف دې ته حقيقي شكل وركړې۔ دا منصوبه د امن ٬ پرمختګ او سوكالۍ علامت ده۔