اسلام آباد 23 مئی (اے پی پی) د پاكستان او صوماليه ترمينځه د 10.500 ملينه روپو ګرانټ او صوماليه لپاره د قامي شناختي كارډ نظام جوړولو لپاره د تكنيكي مرستې لوظ نامه لاس ليك شوه ۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د شورو پ?? ورځ د لاس ليك په دستوره ??ښې موجود ؤ۔په دې موقع د خزانې وزير مفتاح اسماعيل٬د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر مصدق ملك د خزانې او دا??له ډويژن سېكترانو٬د نادرا چيئرمېن او سينئر چارواكو په لوظ نامې د لاس ليك دستوره ??ښې هم موجود وو۔د صوماليه د اړخه د دا??له چارو دوهم وزير عبدالله فرح وهلئي د پراجېكټ مشر ډاكټ?? نور درائي هرسي او سفير خديجه محمد المخزومي او د هغوي چارواكي هم د لاس ليك دستوره ??ښې موجود وو۔د دې اقدام ترمخه به نادرا به د صوماليه لپاره ټېكنالوجي٬سافټ ويئر او نور سامان وركوي۔د علم او ټېكنالوجي منتقل كولو سره به صوماليه ته بارډر منيجمنټ او انتخابي منيجمنټ له هم مرسته ترلاسه شي۔په دې موقع په خپلو خبرو ??ښې د صوماليه د دا??له چارو دوهم وزير عبدالله فرح وهلئي د صوماليه نېشنل آئي ډي سسټم جوړولو ??ښې پھ مرسته كولو د پاكستان مننه وكړه۔ده د پاكستان او صوماليه د ملګرتيا اړيكې رامخې ته كولو سره ووئيل په موغاديشو ??ښې د پاكستان سفارت پرانستلو سره به د دواړو هېوادونو اړيكو ته لا وده ترلاسه شي۔د خزانې وزير مفتاح اسماعيل د خېرسګالۍ جذبې څرګندونې سره ووئيل پاكستان او صوماليه خپلو ??ښې د ملګرتيا اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔پاكستان او صوماليه خپلو ??ښې نزدې اړيكې لري۔د نادرا په لوظ نامه لاس ليك اهميت لري او دې سره به د دواړو هېوادونو اړيكې لا قوي شي