چاغې 11 اګ??ت (اے پي پي) د چاغي دالبندين سيمې سره نزدې د چينائي انجينئرانو بس سره نزدې په ځانمرګي بريد كښې د درې انجينئرانو پشمول 6 كسان ژوبل شوي دي۔ د چاغي ډپټي كمشنر سېف الله كهېتران د پېښې تصديق كولو سره وئيلي دي چې په پېښه كښې د اختر رحمان او صابر په نوم دوه اېف سي اهلكار او بس ډرا??يو?? محمد ??براهيم ژوبل شوي دي كوم چې شاه فهد روغتون دالبندين ته رسول شوي دي۔ دغسې د ليان لنګ٬ يومب ريوي او هوكزياؤ په نوم چينائي انجينئران علاج لپاره كراچې ته منتقل كړې شوي دي۔ د امنيتي چارواكو له مخې په سېنډك پروژه كار كوونكي چينائي انجينئران رخصتي تېرولو لپاره وطن ته تلل غوښتل چې دالبندين سره نزدې ئې ګاډې په نښه كړې شو خو ګاډې لا ځائ ته نه و رسېدلې چې چاودنه وشوه او ډرا??يو?? بس په سمدستي توګه ايسار كړو او ځاني زيان كم شو۔ د پېښې نه پس امنيتي ځواكونو سيمه محاصره كړه او په خوا او شا سيمو ك??ې ئې د لټون عمليات هم پېل كړل۔