اسلام آباد 23 ستمبر (اے پی پی) د پاك بحریه بيړۍ پی اېن اېس سېف د مراکش بندرځائې کاسابلانکا دورہ وكړه، بندرځائې ته په رسيدو د مراکش نیوی آفیسرز او رباط كښې د پاکستان سفارتخانې چارواكو د پاكستاني بيړۍ هركلې وكړو۔ د پاك بحريه وياند لخوا جاری شوې بيان له مخې د پاك بحریه بيړۍ 13 كاله پس دا دوره وكړه دې څخه وړاندې آخ??ی دورہ ئې په 2005 كښې كړې وه۔ د پاك بحريه وياند ووئيل د دورې په مهال به کمانډر ک??سټ ریئر ایډمرل معظم الیاس د مراکش بحریه چارواكو او دوهم چیف آف نیول آپریشنز سره ملاقات??نه كوي۔ وياند له مخې د ملاقاتونو په مهال به د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګند??نه او شريكې مرستې ته د لا ودې وركولو ته اتفاق کولې شي۔ وياند ووئيل کمانډر ک??سټ د چیف آف دی نیول سټاف ایډمرل ظفر محمود عباسی د اړخه د مراکش اولس او د مراکش بحریه لپاره د نيكو هيلو پیغام ورورسولو۔ د دورې په آخر به پی اېن اېس سېف د فرانس او مراکش سمندري بيړو سره شريك مشقونو كښې هم برخه ??خل??۔