اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه دوه اړخيزه تجارت او اقتصادي مرستې زياتولو ته اړتيا ده ٬ پاكستان په افغانستان كښې ??من او استحكام غواړي۔ده دا خبره په پاكستان كښې ?? اروپائي ائتلاف سفير فرانسكوئس كاټين سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د نهې پھ ورځ ده سره خارجه دفتر كښې ليدلي وو۔وياند له مخې د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو بحث وشو٬پاكستان د اروپائي ائتلاف اړيكو كښې په مثبت پېشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه۔خارجه وزير د روغتيا٬تعليم٬كركيلې٬سېلګرۍ٬بشري حقونو٬قامي سلامتيا او د كرپشن مخ نيوي پشمول په بېلو څانګو كښې ښه والي له حكومتي ايجنډا رامخې ته كړه۔ده ووئيل د پاكستان او اروپاﺀ ائتلاف ترمينځه دوه اړخيزه تجارت او اقتصادي مرسته لا زياتولو او به خاص توګه د جي اېس پي پلس سكيم څخه بشپړه استفادې ته اړتيا ده۔خارجه وزير دوه اړخيزه اړيكو او اولسي رابطو ته په وده وركولو كښې ??روپائي هېوادونو كښې ?? مېشته پاكستانيانو كردار وستائېلو۔ده ووئيل حكومت سږ كال ضمني ټاكنو كښې په وړومبي ځل سمندر پورې پاكستانيانو له د اليكټرانك و??ټن?? حق وركړې۔د سيمه ايز صورتحال په حقله خارجه وزير ووئيل پاكستان په افغانستان كښې ??من او استحكام له چمتو دے۔ده ووئيل د اروپائي ائتلاف اعلٰی چارواكو سره د سږ كال په آخر كښې ??نيوا كښې ?? افغانستان په اړه كېدونكي كنفرنس كښې ملاقاتونو ته سترګې په لار يو۔د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل او برتانيې آر پارټيز پارليمنټري كشمير ډلې د اړخه په مقبوضه كشمير كښې ?? بشري حقونو خلاف ورزيو په اړه د راپور حواله وركولو سره خارجه وزير د اروپائي ائتلاف په سفير زور راوړو چې په صورتحال قابو موندلو لپاره د بشري حقونو په اړه خپل اعلٰی معيار په ځاې وساتي۔