اسلام آباد 30 نومبر(اے پی پی) د كشمير ??و ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډاپور وئېلي دي حكومت به د وزيراعظم عمران خان وژن ترمخه آزاد كشمير ??و ګلګت بلتستان كښې د سېلګرۍ څانګې ترقي وركولو لپاره د پبلك پرائيوېټ پارټنرشپ د لارې د اربونو روپو سرمايه كاري كوي۔ده دا خبره د اسلام آبا د ګلګت بلتستان كونسل لخوا په ټورآرزم د وركړې كېدونكي بريفنګ مشري كولو په مهال وكړه۔ده ووئيل آزاد كشمير ??و ګلګت بلتستان كښې د سېلګرۍ څانګه كښې د پرمختګ بلها صلاحيت موجود دې او په دې سيمو كښې د سېلګرۍ څانګه بهرنيو سرمايه كارو او نجي څانكې زړه راښكونكې ثابتېدې شي۔وفاقي وزير ووئيل آزاد كشمري ??و ګلګت بلتستان ته هر كال د لاكونو په شمېر سېلګري راځي۔ده ووئيل د اس??وګ??ې ا?? سېلګرۍ غوره آسانيو وركولو سره دې سيمو كښې سېلګري څو چنده زياتېدې شي۔ده ووئيل په ګلګت بلتستان كښې راما جهيل٬عطا آباد جهيل او په پركچوره جهيل ريزارټ جوړولو سره به د دې ځاې د سېلګرۍ هلې ځلې زياتې شي ا و د پبلك پرائيوېټ پارټنرشپ د لارې د سېلګرۍ ځايونو ته زياته ترقي وركړې كېدې شي۔وفاقي وزير ووئيل حكومت به د سېلګرۍ ټولو ځايونو ته د نړيوال معيار سړكونه جوړول باوري كړي او په دې لړ كښې تر راما جهيل تر فري پېډور سړك جوړولو سپارښتنه شوي۔ده ووئيل حكومت آزاد كشمير كښې د 200 كلوميټرو ټورآزم كورېډور جوړولو منظمه منصوبه بندي كوي۔ وفاقې وزير ووئيل د سېلګرۍ څانګې پرمختګ سره به د آزاد كشمير ??و ګلګت بلتستان سيمې تر حقيقي معنو په خپلو پښو اودېږي او د دې سيمې اولس ته به د روزګار بلها موقعې په لاس ورشي