اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) د قام?? اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر وئېلي دي د ټولنې په پرمختګ كښې د نوې نسل مناسبه روزنه يو قوي بنياد وي ٬ هم د دغې فلسفې په بنياد پاكستان تحريك انصاف په هېواد كښې د بدلون لاره هواره كړې٬وزيراعظم عمران خان قام ته په وړومبني خطاب كښې د ماشومانو په روزنه كښې د بېغورو او مناسبې روزنې نه ك??دو پلو د قام پام راګرځولو سره په دې حساسه معامله خبره كړې او د دې خاتمه يې د خپل حكومت هدف ګرځولې ؤ ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د كوټلي پرمختګ اهداف ترلاسه كولو لپاره د پارليماني ټاسك فورس ??ونډې ته خپل خطاب كښ وكړه۔د قام?? اسمبلۍ سپيكر ووئيل زه په دې خوشحاله شوې يم چې اېس ډي جيز پارليماني ټاسك فورس ?? ماشومانو په مناسبه روزنه نه ك??دو په سرخط كار كړې او په ماشومانو كښې د خوراك په كمي يې يو قامي پارليماني كنفرنس هم كړې۔ده ووئيل د اتلسم بدلون نه پس د اېس ډي جيز په اړه زياتې چارې صوبو ته سپارلې شوي خو وفاق اوس هم په دې اړه مرسته كوي۔ده ووئيل د ا??لس د حقيقي نمائندګانو په حېثيت پارليمان حق لري چې په دې چارو كښې د ا??لس او د ا??تظاميې څارنه او لارښودنه روانه وساتي۔سپيكر پارليماني ټاسك فورس ??ه د ټولو اسمبليو سره د رابطې لرلو په حاجت زور راوړو۔ده ووئيل د قام?? اسمبلۍ سپيكر په حېث به زه د ټولو اسمبلو سپيكرانو ته خط ليكم او هغوي له به د داسې ټاسك فورسز جوړولو تجويز هم وركوم۔په غونډه كښې د اېس ډي جيز ټاسك فورس كنوينئر رياض فتيانه سره د قام?? اسمبلۍ نورو غړو هم ګډون كولو۔