اسلام آباد ۔ 9 فروری (اے پی پی) د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي د پوليس كمپلېنټ رېډريسل سسټم دوره وكړه او د ا??لس د شكاياتونو فوري ازالې هدايات جاري كولو سره ئې ووئيل چې اولس ته زياتو نه زياتې آسانۍ وركول او وګړو سره د ښه اخلاقو څرګندونه كول بايد د پوليس ترجيح وي۔ د پوليس وياند ترمخه دوهم وزير دا هدايات د پوليس کمپلېنټ رېډریسل سسټم دورې په مهال جاري كړل۔ ده ووئيل دا شكاياتي سېل بايد زر تر زره پېل كړې شي دغسې چې وګړو ته انصاف وركړې او ددوئي د شكايتونو په س??دستي توګه ازاله وكړې شي۔ په دې مهال خپلو خبرو كښی د اسلام آباد آئي جي محمد عامر ذو??لفقار خان ووئيل وګړو ته به زياتې نه زياتې آسانۍ وركولې شي۔ ده س??نئر چارواكو ته هدايات جاري كولو سره ووئيل دا سسټم بايد په غوره ډول وچولولې شي۔ ده ووئيل دلته راتلونكو وګړو له به ټول ممكنه ګامونه پورته كولې شي۔ ده عملې ته وګړو سره د غوره اخلاقو څرګندونې هدايات هم جاري كړل۔ دغسې چې د پوليس او وګړو ترمينځھ خلا كمه كړې شي