اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) د وزیراعظم د اط??اعات او خپرونو خاص صلاحكارې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د بلاول سیاسي فلم په سکرین د راتللو نه وړاندې فلاپ ??وې٬ پيپلز ګوند د سندھ نه هم مخ په ختمېدو دے۔ ??ه چغو سورو او فريادونو د ھغه ساه وركوٶنكې سياست ژوندې نه شي پاتې كېدې٬ دې ووئېل د كرپشن په پېسو بهر په اعلٰی ادارو كښې زده كوٶنكو ته د خپلو خپلوانو لوټ مار نه ښكاري ۔ د ن??ې په ورځ د وزيراعظم د اط??اعات خاص صلاحكارې ډاكټر فردوس عاشق اعوان د پاکستان پیپلز ګوند چيئرمېن بلاول بھټو زرداری په ټوئټ د غبرګون په مهال ووئيل وزیراعظم عمران خان د هېوادونو ترمېنځه د معاشي او اقتصادي مرستې خبره كړې ٬ د ھغوي دا خبره د سياسي ګوندونو لخوا سياسي لمبرو لپاره كارول د افسوس او د غندنې وړ خبره ده۔ دې ووئيل چا چې د پاكستان د بې وسه ماشومانو د فيسونو په پېسو تعليم ترلاسه كړې د ھغوي سياسي فلم آن اېئر كېدو نه وړاندې فلاف شوې ۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل پيپلز ګوند د سندھ نه هم ختمېږي٬ ??ه چغو سورو او فريادونو د ھغه سلږۍ وهونكې سياست ژوندې نه شي پاتې كېدلې