اسلام آباد۔27 اګست(اے پی پی) په پاكستان كښې ايراني سفارت په بلوچستان كښې د ناوړه او بزدلانه بريدونو سخته غندنه كړې ده په كومو كښې چې په موسی خېل كښې 23 او قلات كښې 10 مېړني پوليس افسران او اهلكار شهيدان شوي دي۔ ایرانی سفارت د نهې په ورځ په خپل جاري كړي بيان كښې د دې بريدونو سخته غندنه كولو سره وئيلي چې د پاكستان حكومت او اولس او په خاص توګه غمجنيو كورنيو سره د زړه له كومي غمرازي ښكاره كوؤ كومو چې خپل مينه وال له لاسه وركړي دي۔ بيان كښې دعا وكړې شوه چې پاك پروردګار دے د شهيدانوي روحونو له د خپل رحم په بلو كښې ځاے وركړي۔