اسلام آباد۔30 اګست(اے پی پی) د اسلام آباد يونين آف جرنلسټ آر آئي يو جے وركرز عمومي سيكتر سيد بلال عزت نقوي په مري كښې د قبضه مافيا په ضد په پريكنده اقدامات كولو د وزيراعظم شهباز شريف او د پنجاب وزيراعلی مريم نواز مننه كړې ۔ په يو بيان كښې سید بلال عزت نقوي په زمكو د قبضې مخنيوي لپاره د وزيراعلی مريم نواز د مړانې مشرتابه ستائنه وكړه۔ ده د وزيراعلی په هدايت په پوليس كمانډ كښې د مهمو تبادلو ذكر كولو سره ووئيل دې سره په وګړو او د بېلو کوآپرېټو هاؤسنګ سوسائټیو د غړو باور بحال كېدل پېل شوي۔ سید بلال عزت نقوي د قانون سرلوړي په ځاے ساتلو او د ګرد هېواد سوداګرې ورورولۍ ته ګټه رسونكې پرېكړې كولو كښې د وزيراعظم شهباز شريف په مضبوط ملاتړ كولو د دوي مننه وكړه۔ ده ووئيل انصاف لپاره د وزيراعظم د عزم او كاروباري ورورولۍ لپاره ملاتړ مونږ له باور راكړے چې زمونږ د سرمايه كارۍ او معاش تحفظ كولې شي۔ ده ووئيل د آر آئي يو جے وركرز نورو اړوندو سره د دې مجرمانه نېټ وركس ختمولو او په پاكستان كښې ټولو سرمايه كارو او وګړو لپاره محفوظ او سوله ايز چاپېريال باوري كولو له د حكومت د هڅو بشپړ ملاتړ كوي۔