پارليمان په شريكو مسئلو د غور كولو او د عمل وړ حل لټولو پليټ فارم دے۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق كنفرنس ته وينا

image

اسلام آباد 03 ستمبر(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي پارليمان په شريكو مسئلو د غور كولو او د عمل وړ حل لټولو صحيح پليټ فارم دے٬پاكستان كښې د توان څانګه د څو لسيزو څخه د چېلنجونو ښكار ده٬ بيا هم پاكستان د لوډشيډنګ مسئلې مخ نيوي كښې كامياب شوے ٬ د توان څانګه لا ښه كولو لپاره به ټولو له په ګډه كردار ادا كول وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ “پاكستان كښې د بجلۍ تقسيم نظام په تزويراتي اختيارات د پارليماني مشاورت”كنفرنس ته خطاب كولو په مهال وكړه ۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ووئېل د توان بيعه يو نړيوال چېلنج دے٬پرمختللي هېوادونو كښې هم د توان بيعې زياتې دي څنګه چې پاكستان كښې دي۔ده ووئيل حكومت د لائف لائن صارفين لپاره د توان بيعه ښه كولو عزم لري۔صحيح كار لپاره د صحيح كس په اهميت رڼا اچولو سره ده ووئيل د قامي اسمبلۍ سپيكر په حېث سره سوګند پورته كولو نه پس ما د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ ټولو عهديداراو او افسرانو انټرويوز اخستلې دغسې چې د صحيح كار لپاره صحيح كس تعينات كړے شي۔ده ووئيل د پاكستان پارليمان د منطقې وړومبے”ګرين پارليمنټ”جوړ شوے۔ده د تجديد وړ توان د ذريعو په استعمال هم زور راوړو۔ايم اين اے ډاكټر نفيسه شاه په دې موقع خطاب كولو په مهال ووئيل د ارزان نه د ارزان توان ضرورت دے۔دې په دستوره كښې په ګډون د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق هم مننه وكړه۔دې دا هم ووئيل د توان بحران يو لوي خنډ دے كوم چې د هېواد اقتصادي او مجموعي پرمختګ لاره نيسي۔

مضمون کا ماخذ : گولڈ رش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں