اسلام آباد 13 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف اېم پاكس څخه بچ كېدو لپاره د ټولو احتياطي تدبيرونو امر كولو سره وئيلي دي چې اولس په دې لړ كښې خبرولو لپاره دې كمپائن وچلولے شي، په ايئر پورټس، بندرځايونو او په پوليزو لارو سكېننګ او اېم پاكس ځپليو لپاره قرنطينه سينټرز جوړول دې باوري كړې شي۔۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس پريس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د اېم پاكس صورتحال جاج اغستو غونډه وشوه۔ په دې موقع وزيراعظم ووئيل اېم پاكس څخه بچ كېدو لپاره دې احتياطي تدبيرونه وكړې شي، اولس په دې لړ كښې خبرولو لپاره دې كمپائن وچلولې شي۔ ده ووئيل په ايئر پورټس، بندرځايونو او په پوليزو لارو دې سكېننګ باوري كړې شي، د لوي څښتن په فضل سره پاكستان كښې د اېم پاكس پحقله هنګامي صورتحال رامخې ته نه دې ۔ وزيراعظم امر وكړو چې ټولو ادارو په خاص توګه د صحت وزارت او اېن ډي اېم اے دې د اېم پاكس پحقله خپلې تيارۍ بشپړې ساتي۔ ده ووئيل چې اېم پاكس څخه ځپليو كسانو لپاره قرنطينه سينټرز جوړول دې باوري كړې شي۔ غونډه د اېم پاكس د اوسني صورتحال په اړه خبر كړې شوه۔ غونډې ته د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې افريقه براعظم دا مهال د اېم پاكس څخه تر ټولو زيات ځپلے شوے دے، پاکستان كښې په ځپليو كسانو كښې د اېم پاكس كلېډ ټو قسم موندلے شوے كوم چې زيات خطرناك نه دے او د 14م اګست نه تراوسه په هېواد كښې په پنځو رنځورانو كښې د دې تشخيص شوې دې۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې د اېم پاکس ځپلي كسانو كښې د بهر هېواد څخه پاكستان ته د راتلو نه وروسته د دې رنځ تشخيص شوې، د اېم پاکس د صورتحال په اړه هره ورځ د جاج غونډه په اېن سي او سي كښې كېږي، خارجه وزارت د صورتحال په اړه د پاكستان سفارتونو سره په تماس كښې دې، د اېم پاكس پحقله د چارواكو تربيه شوې ده۔ د بريفنګ په مهال دا هم ووئيل شول چې په صوبو كښې د اېم پاكس ټېسټنګ كټس او نور سامان اخستو سره د سټاك كولو امر شوے دے٬ د اېم پاكس پحقله د ملګرو ملتونو ادارې او شراكتدارې ادارو سره مشاورت جاري دے، د اېم پاكس پحقله ګرد هېواد كښې هيلپ لائن 1166 فعاله كړې شوېدے، اولس خبرولو لپاره اېن آئي اېچ٬ د صحت وزارت او په ميډيا د اېم پاكس پحقله معلوماتو وركولې كېږي، د څلورو واړو صوبو په لويو ښارونو كښې قرنطينه سينټرز جوړ كړې شوې دي، پاکستان كښې تر اوسه د 6 لكه كسانو سکريننګ شوېدے۔ په غونډه كښې د څلورو واړو صوبو سترو سېكترانو پشمول د ګلګت بلتستان او آزاد کشمير سېکترانو هم بريفنګ وركړو۔ په غونډه كښې صحت لپاره د وزيراعظم کوآرډينيټر مختار احمد بھرتھ، د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټېننټ جنرل انعام حېدر ملك او اړوند چارواكو هم ګډون وكړو