په پالیسی ریټ او ګرانۍ كښې ښكاره كمې ٬ په زرعي اجناس ٬ د آئي ټي برآمدات او ترسيلات زر كښې ريكارډ زياتوالې شوې دې٬ د وزيراعظم شهباز شریف مسلم ليګ (ن) سره تعلق لرونكو ينګ پارلیمنټېرینز سره ملاقات كښې خبرې

image

اسلام آباد۔13ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي په پالیسی ریټ او ګرانۍ كښې ښكاره كمې ٬ په زرعي اجناس ٬ د آئي ټي برآمدات او ترسيلات زر كښې ريكارډ زياتوالې شوې دې٬ هېواد ستونزو څخه ويستلو او د پرمختګ او سوكالۍ په لاره روانولو له ځوانان په خپلو پښو ادرولو سره مونږ له ګډو هڅو او ښكاره سوچ سره مخ په وړاندې تلل وي٬ د آئی اېم اېف په 25 ستمبر كېدونكې غونډه كښې پاكستان په ايجنډا كښې شامل دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ پاكستان مسلم ليګ نون سره تعلق لرونكو ينګ پارلېمنټېرينز سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل په پالېسي رېټ كښې 200 پوائنټس كمې راغلې دې چې ورسره صنعتكارو ٬ سرمايه كارو او كاروبار سره تړون لرونكو كسانو ته ريليف ترلاسه شوې دې٬ هيله ده چې دې كښې به لا نور كمې رامخې شي۔ دا دواړه خوشبينه خبرې دي٬ زمونږ معيشت په سم لوري روان دے۔ ده ووئيل په ګرانۍ كښې تندۍ سره ښكاره كمې راغلې دې۔ تېر كال د ګرانۍ شرح 32 فیصد وه كومه چې اولس 9.6 فیصد ده۔ بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان د خپلې خوارۍ ګټې څخه ترسيلات زر رالېږي په كومو كښې چې ريكارډ اضافه شوې ده۔ ده ووئيل د تېر وخت تېروتنو څخه زده كړو كولو سره به پاكستان په نړۍ كښې خپل مقام تر لاسه كړي۔ ځوان كول په دې كښې مهم كردار لري۔ ده ووئيل مونږ له به ټولو څانګو سره تړون لرونكي ځوانان په بشپړه توګه لوستي او اختيارمند جوړول وي٬ ځوانانو ته به ټولې ممكنه آساۍ وركوؤ دغسې چې هغوي د هېواد په پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كړې شي۔ وزيراعظم ووئيل د ټېكس نېټ دائره كار پراخه كولو له هڅې كوؤ۔ ده ووئيل د كركيلې څانګې سره تړون لرونكي كاروباري وګړي په ټېكس نېټ كښې شاملولې شي٬ د ټېكس غبن ختمولو له شپه او ورځ كار كوؤ٬ له قرضونو او آئي اېم اېف پرته له دې خلاصې موندلې نه شي۔ ده ووئيل زمونږ هڅه ده چې آئي اېم سره دا وروستې پروګرام وي او مونږ بيا آئي اېم اېف پلو لاړ نه شؤ۔ دې لپاره به خپل ټول هدفونه ترسره كول وي۔ سعودي عربستان ٬ چين ٬ متحده عرب امارات زمونږ ملګري هېوادونه دي٬ هغوي د آئي اېم اېف پروګرام په ترلاسه كولو كښې بشپړه مرسته وكړه۔ د پاك پوځ سرلښكر جنرال سید عاصم منیر، نائب وزیراعظم سېنېټر اسحاق ډار ٬ د خزانې وزير په مشرۍ كښې د خزانې وزارت ډلې دې پروګرام لپاره زياتې ستړې وكړې۔ ده ووئيل كه مونږ په خپلو پښو ودرېږؤ نو عزت او وقار به ومومؤ٬ دې لپاره به مونږ له شپه او ورځ كار كول وي۔ ده ووئيل مونږ له به قرضونو څخه ځان آزادول وي٬ ټول قام له به په ګډه خواري كول وي دغسې چې مونږ دې دلدل څخه بهر شؤ ٬ دې څخه وروستو به په ګرده نړۍ كښې زمونږ نامه روښانه وي۔ په دې موقعه سېنېټر او د قامي اسمبلۍ غرو په شمول ینګ پارلیمنټیرینز د نظم ونسق او قانون سازۍ په اړه وړاندېزونه وركړل د كومو چې وزيراعظم ستائنه وكړه

مضمون کا ماخذ : ایشیا ڈریگن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں