د جاپان حکومت د پاکستان د پوليو مخنيوي پروګرام لپاره د 3.1 ملیونه ډالر ګرانټ اعلان کړے۔عائشه رضا فاروق

image

اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) د وزیرِاعظم د پوليو مخنيوي فوکل پرسن عائشه رضا فاروق وئيلي دي د جاپان حکومت د پاکستان د پوليو مخنيوي پروګرام لپاره د 3.1 ملیونه ډالر ګرانټ اعلان کړے،په دې لړ كښې د جاپان حکومت، جائیکا او یونیسف ترمينځه په لوطنامه لاس ليك شوے۔ نېشنل ای او سی د اړخه جاري بيان له مخې دې ګرانټ باندې به د پولیو ویکسین اغستلے شي، دا ګرانټ به كال 2025 كښې د پولیو كمپائن كښې استعمالولې شي۔سسږ كال هېواد كښې تر اوسه د پولیو 59 کیسز رپورټ شوي۔پاکستان كښې د پولیو خاتمې لپاره د جاپان حکومت او اولس پرله پسې مرسته د قدر وړ ده۔دي ووئيل وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې د 2025 تر جون مياشتې د پولیو کیسز ختمولو له لوظي يو۔

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا وفاقی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں