هيڅ څيز له آئين او قانون څخه بهر نه دے ٬ رائټ ټو فيئر ټرائل باوري كړے شوے دے ٬ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير خبري كنفرنس

image

اسلام آباد۔26دسمبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ ویلي چې هيڅ څيز له آئين او قانون څخه بهر نه دے، رائټ ټو فيئر ټرائل باوري كړے شوے دے٬ په هر يو قضايي حکم کښې نړیوال معیارونه او محلي قوانین و آئين په پام کښې نیول کیږي۔ د زيارت په ورځ دلته د خزانې وفاقي وزير اورنګزېب ٬ وزير مملكت علي پروېز او د اېف بي آر چيئرمېن راشد لنګړيال سره په ګډه خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل هيڅ شے له آئين او قانون څخه بهر نه دے، په هر يو قضايي حکم کښې نړیوال معیارونه او محلي قوانین و آئين په پام کې نیول کیږي۔ هغه وويل چې د پی آئي اے اروپا ته پروازونه هم دے لپاره بیا فعال شول چې په نړیوالو معیارونو عملدرآمد شوے دے۔ هغه وويل چې په ټوله نړۍ کښې د پوځي محكمې نظام شته ٬ دلته رائټ ټو فيئر ټرائل باوري كړے شوے دے٬ په دې كښې كښی د وکیل حق، ریکارډ او کورنۍ ته لاسرسی ورکړې شوې ده۔ هغه وویل چې په دې کښې د کوم نړیوال قانون خلاف ورزي نه ده شوې۔ د یوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل د شوګر انډسټري تل هولډ پاتے شوے دے٬ هغه اېكسپورټ هم كوي او خپله مرضي هم كوي ٬ آخري ځل کله داسې وشول چې په ملونو کښې دننه دومره چهاپې ووهلې شوې؟ هغه ووئيل زمونږ په دور کښې د چينو صنعت په بشپړه توګه منظم كړے شو ٬ د چينو صنعتونو دننه د پېداواري صنعت او سټاك جاج واغستے شو۔

مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں