وفاقي وزيرانو عبدالعليم خان او جام کمال خان ته پاك چين تجارتي چارو په اړه اعليٰ پائې غونډه كښې بريفنګ وركړې شو

image

اسلام آباد 20 جولائي (اے پي پي) وفاقي وزيرانو عبدالعليم خان او جام کمال خان ته د پاك چين تجارتي چارو په اړه د اعليٰ پائې غونډه كښې بريفنګ وركړې شو۔په دې موقع د چين او پاکستان کمپنيو ترمينځه ” جوائنټ وينچرز” لپاره تګلاري ته حتمي شکل وركړې شو۔د نجکارۍ وزارت د اړخه جاري شوې اعلاميې له مخې غوندې ته ووئيل شول چې چين به 78 او پاکستان څخه به 167 کاروباري ادارے ګډون كوي۔د بريفنګ په مهال غوندې ته ووئيل شول چې په دې څانګو كښې طبي، آلات، پلاسټك، کلوتھنګ، ليدر، ګوشت، فروټ او سبزي او وېسټ او چاره وغيره څانګې شامل دي۔غونډې ته وينا كښې وفاقي وزير عبدالعليم خان ووئيل پاکستان 7 لويو څانګو كښې سرمايه کارۍ لپاره د چين کمپنيو له بلنه وركوي۔ وفاقي وزير وئويل د ويت نام په مقابله كښې پاکستان كښې د سرمايه کارۍ زياتې موقعې شته۔ وفاقي وزيرعبدالعليم خان بورډ آف انويسټمنټ ته د وزير اعظم لپاره تفصيلات جوړولو او وړاندې كولو سپارښتنه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں