د آئي ټي وزير مملكت سره ازبك سفير اوبيك عارف عثمانوف وليدل٬ د آئي ټي او ټېلي كام په څانګه كښې مرستې زياتولو ته اتفاق

image

اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) د آئي ټي او ټيلي كميونيكيشن وزير مملكت شزه فاطمه خواجه سره په پاكستان كښې د ازبكستان سفير اوبيك عارف عثمانوف د شورو په ورځ ليدلي دي ۔ په ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو او د آئي ټي و ټيلي كميونيكيشن سيكټر كښې د مرستې زياتولو په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې٬ دواړه ډلې د آئي ټي او ټيلي كميونيكيشن سيكټر كښې مرستې زياتولو ته اتفاق كړے۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې شزه فاطمه ووئيل پاكستان ازبكستان سره خپلو اړيكو ته په درنه سترګه ګوري٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د آئي ټي او ټيلي كام په څانګه كښې مرسته ډېره مهمه ده٬ پاكستان او ازبكستان د ټيكنالوجۍ په مېدان كښې د يو بل تجربو څخه استفاده كولې شي۔ ازبك سفير ووئيل پاكستان سره د آئي ټي و ټيلي كام په څانګه كښې مرسته زياتول غواړو ٬ غواړو چې د ازبكستان د ډيجيټل ټيكنالوجيز وزارت او د پاكستان د آئي ټي و ټيلي كميونيكيشن وزارت جوائنټ وركنګ ګروپ قائم وي، ازبكستان پاكستان سره اسټارټ اپس ايكسچينج پروګرام پېل كولو له هم خوښي لري۔ په دې موقع د آئي ټي وزارت د انټرنيشنل كوآرډينيشن ډائريكټر جنرل سيد جواد علي شيرازي هم موجود ٶ۔

مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں