د وزيراعظم په مشرۍ كښې پاكستان د پرمختګ پلو روان دے٬معاشي حالات كښې ښه والے تر نظره كېږ۔سيدال خان

image

اسلام آباد 05 ستمبر (اے پی پی)د سېنېټ دوهم چيئرمېن سيدال خان وئېلي دي د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې پاكستان پرمختګ پلو روان دے٬د هېواد معاشي حالات كښې ښه والے تر نظره كېږي٬وزيراعظم د بلوچستان پرمختګ او خوشحالۍ او د پسمانده سيمو پسماندګۍ لرې كولو لپاره زيات نه زيات نړيوالې سرمايه كارې له هڅې كوي۔د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده پخواني ګورنر او د خېبرپښتونخوا سېنېټر محمد اقبال ظفر جهګړا٬د بلوچستان صوبائي وزير مير لياقت لهړي٬سېنېټر حاجي هدايت الله خان٬سينيټر ناصر بټ٬د صوبائي اسمبلۍ غړي علي خان يوسفزئي٬د اسلام آباد او لاهور سره تعلق لرونكو سينئر خبريالانو٬زده كوونكو او سوشل سيكټر سره تعلق لرونكو مېرمنو پلاوي سره په پارليمنتټ هاؤس كښې بېلو ملاقاتونو په مهال وكړه ۔د سېنېټ دوهم چيئرمېن ووئيل د موجوده حكومت پالېسيو په سبب د هېواد معاشي حالات كښې ښه والے راځي٬د وزيراعظم په هڅو هېواد كښې د خوراك څښاك څيزونو په بيعو كښې هم كمے راځي٬د ميا محمد نواز شريف هدايت له مخې په ټول هېواد كښې د اوړو او نورو څيزونو په بيعو كښې هم كمے راغلے۔ده ووئيل د انتشار خپرولو څخه كوم هم هېواد كښې ښه والے نه راځي البته حالات نور هم خرابېږي۔د سېنينټ دوهم چيئرمېن ووئيل د بلوچستان صوبې پسماندګي لرې كولو لپاره به ټول مكاتب فكر او سياسي ګوندونو له يو كېدل وي٬د بلوچستان لرې پرتو سيمو كښې خلق تراوسه د روغتيا٬تعليم٬اوبو٬خوراك او نور بنيادي آسانيو څخه محروم دي كومو لپاره به چې په ګډه مونږ له كار كول وي

مضمون کا ماخذ : را کی کتاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں