وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره د چين د اعليٰ كچ تجارتي پلاوي وليدل

image

اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان او سيفران وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره د سنکيانګ آئرن برادرز کمپني لميټډ پشمول د چين د اعليٰ كچ يو تجارتي پلاوي سره د څلورو نورو مهمو كاروباري ادارو ليدلي دي ۔ د شورو په ورځ د جاري بيان له مخې د پلاوي مشري سينئر او نوموړي اقتصاد پوهه يوآن جيان من كوله٬ په پلاوي كښې د بېلا بېلو كاروباري ادارو نمائندګان شامل وو۔ په دې موقع د كشمير او ګلګلت بلتستان چارو وزارت سيکرټري وسيم اجمل چوهدري، ايډيشنل سيکرټري خالد علي رضا ګرديزي او جوائنټ سيکرټري ګلګت بلتستان کونسل سدھير خان خټك هم موجود وٶ۔ د دې نه وړاندې وزارت ته په رارسېدو وفاقي وزير د پلاوي تود هركلے وكړو۔ وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئيل پاکستان او چين جامع شراكتداري لري كومه چې په باور٬ اقتصادي مرسته ،امنيتي مرسته، كلتوري تبادلو، د بنيادي ډھانچې په وده او په نړيواله مرسته اډانه ده۔ ده ووئيل چين ګلګت بلتستان سره نزدې 595 کلوميټره اوږده پوله لري ٬ پوله ايزه سيمه د اقتصادي او كلتوري اهميت وړ ده٬ د دواړٶ هېوادونو ترمېنځه تجارتي او كلتوري تبادلې په پېړيو پخوانۍ دي۔ په دې موقع د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ پلاوي د پاکستان د مهمو څانګو پشمول تجارت، زراعت، معدنيات، د صنعتي مصنوعات پروسيسنګ، كلتور٬ سرحد پار سېلګرۍ، توان، چيمبر آف کامرس او انټرپرائزز كښې په سرمايه كارۍ كښې خوښي څرګنده كړه

مضمون کا ماخذ : پاور بال کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں