د حضور ﷺ تعليمات مونږ له د اخلاقيات، خود احتسابۍ او مساوات درس راكوي،د علم نه غير د متوازن ټولنې جوړيدل نا ممكن دې۔چوهدري سالك حسين

image

اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير چوهدري سالك حسين وئيلي دي جديد تعليمي نظام كښې سيرت رسول ﷺ انضمام ته اړتيا ده، اسلام كښې معلم ته اعليٰ درجه ترلاسه ده، تعليم د هر نارينه او زنانه بنيادي حق دے، د حضور ﷺ تعليمات مونږ له د اخلاقيات، خود احتسابۍ او مساوات درس راكوي،د علم نه غير د متوازن ټولنې جوړيدل نا ممكن دے، اسلام د علم په ترلاسه كولو زور راوړې، 12 ربيع الاول مونږ ته په اسوه حسنه ﷺ د عمل كولو درس راكوي۔د نهي په ورځ 49م قومي سيرت ﷺ كنفرنس ته وينا كښې ده د 12 ربيع الاول ورح د محسن انسانيت او خاتم النبين ﷺ ولادت په موقع د مجلس ټولو حاضرينو ، هېواد وګړو او مسلمانانو له مباركي وركولو سره ووئيل دا ورځ مونږ ته د رحمت اللعالمين ﷺ د اسوه حسنه په رڼا كښې د خپل ژوند منور كولو تلقين كوي،د پيغمبر اسلام ﷺ اعليٰ او روښانه تعليماتو وده د وخت تر ټولو مهمه تقاضا ده،نن مونږ ټول د پيغمبر اسلام ﷺ په بارګاه كښې هديه عقيدت وړاندې كولو له كنفرنس كښې شريك يو، مونږ ته د دې بركت لرونكي محفل د لارې د ټول هېواد څخه راغلو علما او مشائخ سره د خبرو اترو كولو موقع ترلاسه شوي، د كنفرنس بنيادي مقصد د نبي كريم ﷺ تعليمات او د اسوه حسنه پرچار كول دي دغسې چې د ټولني هر تن او اداره د حضرت محمد ﷺ د تعليماتو څخه رهنمائي ترلاسه كولو سره تعليمي ، معاشرتي ، مذهبي او اخلاقي ، سياسي، معاشي او په نړيروال افق كامياب او كامران شي او د نورو لپاره د لارې مشعل شي۔

مضمون کا ماخذ : لافانی رومانس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں