وفاقي وزير احد خان چيمه سره د اېشين ډوېلپمنټ بنك صدر ماساتسوګو اساکاوا ملاقات

image

اسلام آباد 16ستمبر(اے پی پی)د اېشين ډوېلپمنټ بانك(اے ډي بي)صدر ماساتسوګو اساکاوا د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چيمه سره ملاقات كړے چې پكښې د پاكستان پرمختيائي ترجيحات او ميكرو اكنامك اصلاحات په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د اے ډي بي صدر د حكومت لخوا د جامع اصلاحات اقدام وستائېل چې په سبب يې د اقتصادي بحالۍ مثبت آثار څرګندېږي۔ده د پاكستان پرمختګ او اصلاحاتي ايجنډې لپاره د اے ډي بي پرله پسې ملاتړ پخلے وكړو۔د اے ډي بي اوږد او مستحكم ملاتړ اعتراف كولو سره وفاقي وزير احمد خان چيمه د اے ډي بي صدر ته د حكومت لخوا د معارفي كړو اصلاحاتو په اړه په تفصيلات سره خبر كړو٬په مهم اصلاحات كښې د ټيكس آمدن كښې اضافه٬ د توان څانګې مالياتي پائيداري ښه كول٬غېر هدف شوو سبسډو كښې كمے او د سماجي تحفظ پروګرامونو ته وده وركول شامل دي۔وفاقي وزير د پاكستان سېلاب ځپليو لپاره د اے ډي بي لخوا د 1.5 ارب ډالر اعلانولو مرسته هم وستائېله۔د اے ډي بي صدر د پاكستان اصلاحاتي ايجنډې په اړه د باور څرګندونه كړې او د حكومت لخوا ميكرو اكنامك استحكام راوستلو لپاره د پورته كړو سختو اقداماتو يي ستائنه وكړه۔د اے ډي بي صدر پاكستان ته د پبلك پرائيوېټ پارټنرشپ٬موسمياتي بدلون او قدرتي آفتونو څخه بچ كېدو٬د هېواد وسائلو موبلائزېشن٬د مېرمنو مالي شموليت او توان څانګې اصلاحات كښې پرله پسې د ملاتړ باور وركړو۔د دې نه پس د اقتصادي چارو وزارت سيكرټري كاظم نياز او اساكاوا صدر اسلام آباد كښې د آسيائي پرمختيائي بانك نوې ودانۍ د بنياد اېښودو دستوره كښې ګډون وكړو۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی چانسز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں