د ذاتي بريدونو په ځاے په ايشوز خبرې كولو سره د ايوان كارروائي په زړه پورې چاپيريال كښې مخ په وړاندې تللې شي ٬ د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د سپيكرز كنفرنس پرانستې دستورې ته خطاب

image

اسلام آباد۔19دسمبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي چې د ذاتي بريدونو په ځاے په ايشوز خبرې كولو سره د ايوان كارروائي په زړه پورې چاپېريال كښې مخ په وړاندې تللې شي ٬ تاؤ تريخوالي كمولو له په ګډه كار كول دي٬ په پارليمان كښې دې په اېشوز خبرې وكړې شي٬ د پروډکشن آرډز حوالې سره چې وړاندې څه شوي دي سم نه دي بايد اوس هغسې ونكړې شي٬ د څلورو واړو صوبو ٬ آزاد کشمیر او ګلګت بلتستان اسمبلیو ترمينځه مرسته او همغږي باوري كولو له دې د سېکرټریز، چیف وهپس او د پی اے سی غړو اېسوسی اېشنز جوړ كړې شي٬ د سپيكر او جج منصب اهم وي ٬ په دې منصب پاتې كېدو سره زيات رازونه ځان سره ساتل وي۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر د زيارت په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې د 18م سپیکرز کنفرنس پرانستې دستورې ته خطاب كولو۔ په كنفرس كښې ډپټي سپيكر سید غلام مصطفی شاہ، د قامي اسمبلۍ عمومي سېكرټري طاهر حسېن، د څلورو واړو صوبائي اسمبليو ٬ د آزاد كشمير قانون ساز اسمبلۍ سپيكرانو ٬ سېكترانو ٬ د پارليماني ګوندونو استازو او پارليماني غړو ګډون كولو۔ سپیکر سردار ایاز صادق په كنفرنس كښې د ګډون كوؤنكو هركلي كولو ووئيل د سپيكر كار ډېر ګران وي كه اپوزیشن ته زيات وخت وركړي نو حكومت او كه حكومت ته زيات وخت وركړي نو اپوزيشن خفه كيږي۔ ده ووئيل د پروډکشن آرډز حوالې سره چې وړاندې څه شوي دي هغه سم نه دي بايد اوس هغسې ونكړې شي۔ ده ووئيل د قامی اسمبلی سېکرټرېټ، سېنېټ سېکرټرېټ ، څلورو واړو صوبو ٬ آزاد كشمير او ګلګت بلتستان سېکرټرېټ د دې كنفرنس په كولو كښې مهم كردار دے۔ ده ووئيل د راروان كنفرنس د تاريخ او ځاے اعلان به په وروستي نشست كښې كولے شي۔ ده ووئيل په كال 2013 كښې قامي اسمبلي د پوهنتونونو او كالجون زده كوؤنكو لپاره پرانستې شوه٬ مونږ سره انټرن شپ لپاره درې نيم زره خواستونه دي۔ ده ووئيل په ايوان كښې د وهپس كردار له وزيرانو څخه زيات وي۔ ده ووئيل زمونږ هڅه ده چې ټول غړي د وېنا حق لري٬ دې لپاره مشاورت سره مخ په وړاندې ځؤ۔ ده تجويز وركړو چې د څلورو واړو صوبو ٬ آزاد کشمیر او ګلګت بلتستان اسمبلیو ترمينځه مرسته او همغږي باوري كولو له دې د سېکرټریز، چیف وهپس او د پی اے سی غړو اېسوسی اېشنز جوړ كړې شي كوم چې د يو روزانه په بنياد يو بل سره رابطه وساتي او د يو بل تجربو څخه استفاده وكړي۔ سپیکر ووئيل ټولې اسمبلۍ دې قانون سازي كولو سره د پي اے سي كردار فعاله كړي۔ ده ووئيل معيشت ٬ ماحولياتي بدلون او د بې روزګارۍ په څير مسئلو ته به پام ګرځول وي۔ پی آئی پی اېس لپاره دې نصاب جوړ كړے شي او د ټولو صوبائي اسمبليو عملې له دې كورسونه برابر كړې شي۔ د قامي اسمبلۍ عمومي سېكرټري طاهر حسېن په سپیکرز کنفرنس كښې د ګډون كوؤنكو هركلي كولو سره ووئيل په سېکرټریز کنفرنس كښې دې كنفرنس ته د مستقل فورم وركولو پرېكړه شوې ده٬ وړاندېز دا ؤ چې په دې اړه دې هر شپږ مياشتې كښې كنفرنس وكړے شي او سپيكر فورم دے جوړ كړے شي۔ ده ووئيل ټولې مسئلې د مذاكراتو د لارې كيږي۔ ده هيله ولرله چې دې فورم سره پاكستان او اولس ته ګټه ورسي۔ سېنېټر ثمينه زېدي ووئيل نن مونږ دې لپاره يو ځاے شوې يؤ چې پارليمان مضبوط او قانون سازي فعاله كړې شي۔ د آزاد کشمیر اسمبلی سپیکر چوهدری مجید اکبر ووئيل چې 18م سپيكرز كنفرنس ته خطاب مالپاره درناوې دې۔ دې فورم سره به د يو بل تجربو څخه د استفادې كولو موقع او په اسمبلۍ كښې د رامخې ته كېدونكو چارو حل ترلاسه شي۔ ده د راروان سپیکرز کنفرنس په مظفر آباد كښې د كولو بلنه وركړه۔ ده ووئيل تر كومې چې د كشمير مسئله حل شوې نه وي په منطقه كښې امن ممكن نه دے۔ ده د هند د 5 اګست 2019 اقدام غندنه كولو سره ووئيل د آزادۍ تحريك د داسې ناوړه چالونو د لارې مينځه وړلې كېدې نه شي۔ ده ووئيل په فلسطين كښې چې څه روان دي په هغې د نړيوالې ورورولۍ خاموشي د فكر وړ ده۔ د بلوجستان سپيكر کېپټن (ر)عبدالخالق اچکزئی ووئيل مونږ له به دې ته كتل وي چې په هېواد كښې څه كېږي او مسئلې به څنګه حل كړې شي۔ ده ووئيل د بلوچستان پوله يو اړخ ته افغانستان او بل اړخ ته ايران سره ده ٬ مونږ له به خپلو ګاونډي هېوادونو سره اړيكې ښه كول وي۔ د ګلګت بلتستان اسمبلۍ سپيكر نذیر احمد ووئيل دې كنفرنس سره به پاكستان كښې پارليماني سرلوړي باوري كولو كښې مرسته تر لاسه شي۔ د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ سپيكر بابر خان سواتی ووئيل چې هغه ټول جمهوري قوتونه د ستائنې وړ دي كومو چې د ستونزو باوجود حوصله له لاسه نه ده وركړې۔ داسې كوم سياسي ګوند نشته د كوم مشرتابه چې تشدد سره مخ كړې شوې نه وي يا زندانونو ته تلې نه وي۔ مونږ ټولو يو ځاے ناست يؤ دا د جمهوريت د مضبوطيا يو ښكاره مثال دے۔ ده ووئيل مونږ له به خپله منځه اختلافات يو اړخ ته كول وي۔ د پنجاب اسمبلۍ سپيكر ملك احمد خان ووئيل د دې كنفرنس مقصد آئيني طريقه كار او قانون سازي ښه كول دي۔ ده ووئيل زمونږ هڅه ده چې دا كنفرنس دغسې تسلسل سره وكړې شي۔ ده وړاندېز وركړو چې د شريكو ګټو كونسل په څير دے سپيكر كنفرنس ته هم مستقل حېثيت وركړے شي۔ د سندھ اسمبلۍ سپيكر سيد اوېس قادر شاه ووئيل پارلیمنټ يوازې يوه ودانۍ نه ده بلكې دې كښې ناست قانون جوړونكي ددې اصل دي۔ قانون جوړوؤنكي دې عصري ټېكنالوجۍ سره معارفي كړې شي٬ په نورو هېوادونو كښې دې د قانون سازۍ د نوعيت او د سباؤن د منصوبو جاج واغستے شي۔ ده ووئيل زمونږ ضرورت ځوانان په خپلو پښو اودرول دي۔ په كال 2008ﺀ كښې جمهوريت بحال شو او نن كال 2024 دے ٬ په ننۍ ورځ پېدا شوې ماشوم نن د 17 كالو دے ٬ مونږ دغې كوچني ته د وړاندې تللو سمې موقعې وركړي دي۔ ده ووئيل مس انفارمیشن او ډس انفارمېشن زمونږ ځوانان ځپلې دي۔ دا وخت دې چې د دې چېلنج مخنيوي له دې حل وړاندې كړې شي۔ ده ووئيل مونږ د سندھ اسمبلۍ پېپر لس كولو او د مصنوعي ذهانت د لارې د قانون سازۍ فعاله كولو په ايجنډا عمل كوؤ۔

مضمون کا ماخذ : loteria estadual
متعلقہ مضامین
مزید خبریں